امنیتي پولیسو د هیواد په ځینو ولایتونو کې ۶ د نشه یي توکو کارخونې کشف او ۳۳ تنه نیولي.

0
80

امنیتي پولیسو د هیواد په ځینو ولایتونو کې ۶ د نشه یي توکو کارخونې کشف او ۳۳ تنه نیولي.

21 اګست دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو پولیسو د بیلابیلو عملیاتو په لړ کې، په ۱۳ ولایتونو کې د نشه یي توکو او یامې ۶ کارخونې کشف او ۳۳ تنه یې نیولي.

 

له دې ډلې، ۹ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په هرات ولایت کې، ۳ تنه په بغلان کې، ۴ تنه په سمنګانو، ننګرهار، پروان او بدخشان کې نیول شوي.

 

دغه راز، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د اومان دری کاخونې سره ۸ تنو مالکانو او کارکوونکو په کندهار کې، د نشه یي توکو یوه کارخونه په کابل، د اومانو یوه کارخونه او ۴ تنه په غور ولایت کې او د نشه یي توکو یوه کارخونه د میدان وردګو ولایت په دایمیرداد کې کشف او ۳ تنه یې په اړه نیول شوي.

اړوند موضوعات

امنیتي پولیس یو شمیر کسان د نشه یي توکو د پلور په تړاو نیولي او ۵۷ تنه معتادین یې له درملنې وروسته کورنیو ته سپارلي.

 

 

په همدې حال کې، یادو ځواکونو چې په ډیره اندازه نشه یي توکي له پخوا را ټول کړي وو په کاپیسا ولایت کې وسوځول شول.

Leave a reply