امنیتي پولیس یو شمیر کسان د نشه یي توکو د پلور په تړاو نیولي او ۵۷ تنه معتادین یې له درملنې وروسته کورنیو ته سپارلي.

0
256

امنیتي پولیس یو شمیر کسان د نشه یي توکو د پلور په تړاو نیولي او ۵۷ تنه معتادین یې له درملنې وروسته کورنیو ته سپارلي.

10 اګست پنشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو شپږ تنه په هرات، درې تنه په پروان، دوه تنه په تخار او دوه تنه په کنړ او سمنګان کې نیولي دي.

 

همداراز، ۹ په نشو روږدي کسان سمنګان ولایت کې راټول او روغتیایي پنډغالو ته لېږدول شوي دي. ورته مهال، بامیان کې نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو ۶ ټنه ومان بوټي، چې پخوا په یاد ولایت کې راټول شوي وو، سوځولي دي.

اړوند موضوعات

امنیتي پولیسو څو تنه د نشه یي توکو د پلور په تړاو نیولي او د نیږدې ۷۰ جریبه کوکنارو کښت یې تخریب کړي.

 

په ورته وخت کې یاد وزارت وایي چې ۵۷ تنه په نشو روږدي، چې پخوا د کابل ښار له څنډو راټول شوي وو او د روږدو د درملنې او ملاتړ په دوه زره بیستریز او زر بیستریز مرکزونو کې بیستر وو له درملنې وروسته د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت لخوا د ګمارل شوې کمېټې له لورې خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

Leave a reply