امنیتي پولیسو څو تنه د نشه یي توکو د پلور په تړاو نیولي او د نیږدې ۷۰ جریبه کوکنارو کښت یې تخریب کړي.
امنیتي پولیسو څو تنه د نشه یي توکو د پلور په تړاو نیولي او د نیږدې ۷۰ جریبه کوکنارو کښت یې تخریب کړي.
6 اګست یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو، ۲ تنه له ۱۵ کیلو ګرامو شیشه نشه یي توکو سره په کندهار کې، ۲ تنه د ۱۴ کیلوګرامو شیشه نشه یي توکو سره په ننګرهار کې او دوه تنه نور د نشه یي توکو د استعمال په تړاو په کندز ولایت کې نیولي.
دغه راز، د ارزګان امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو، د اومانو یوه کارخونه کشف او ضبط کړې.
اړوند موضوعات
کورنیو چارو وزارت وایي تیر کال کې یې د نشه یي توکو د پروسس ۲۱۰ کارخونې له منځه وړي دي.
همدا راز د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د کوکنارو کښتونو د لمنځه وړلو په درشل کې دا ځل ۴۱ جریبه ځمکه د پکتیا په احمد آباد او سید کرم ولسوالیو کې، ۲۰ جریبه د بامیانو په شیبر ولسوالی کې او له دری جریبه څخه زیاته ځمکه د ارزګان په ولایت کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.