کورنیو چارو وزارت وایي تیر کال کې یې د نشه یي توکو د پروسس ۲۱۰ کارخونې له منځه وړي دي.

0
143

کورنیو چارو وزارت وایي تیر کال کې یې د نشه یي توکو د پروسس ۲۱۰ کارخونې له منځه وړي دي.

4 اګست جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې ملت ته د دولت حساب ورکولو په پروګرام کې د یاد وزارت د مسؤلینو له لورې ویل شوي چې تیر کال یې ۲۱۰ د نشه یي توکو کارخونې له منځه وړي.

 

د کورنيو چارو وزارت مسولینو ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې وويل، تېر کال د نشه يي توکو په وړاندې ۴۳۴۰ عمليات تر سره شوي دي چې په پایله کې یې ۸۷۷۹۱۳ ټنه بېلابېل ډوله نشه يي توکي نيول شوي، ۲۱۰ هغه فابريکې چې الکولي مشروبات او نشه يي توکي یې پروسیس کول له منځه وړل شوي او همدا رنګه په دې تړاو ۵۱۴۲ تنه نيول شوي دي.

اړوند موضوعات

سمنګان کې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو تیر کال کې لسګونه نشه یي توکو نیولي او کارخونې یې تخریب کړي.

 

همدا راز د یاد وزارت مسؤلینو وویل چې په تېر يوه کال کې ۱۱ زره ۶۴۰ ميله سپکې او درنې وسلې، ۱۰۱۷ ماينونه او ۱۲۵ نظامي وسايط کشف او ترلاسه شوي دي.

Leave a reply