کلیو پراختیا وزارت زابل او لغمان ولایتونو کې د نیږدې ۳۲۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

کلیو پراختیا وزارت زابل او لغمان ولایتونو کې د نیږدې ۳۲۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
21 اګست دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت زابل او لغمان ولایتي ریاستونو د نیږدې ۳۲۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
خبر زیاتوي چې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (ALO) مؤسسې له خوا د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې (۶۰۰) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۴،۵۵) کیلو غوړي، (۶،۲۵) کیلو دال او د ماشومانو لپاره د خوارځواکۍ توکي وویشل شول.
همدا راز د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (RRDPO) مؤسسې له لوري د لغمان ولایت الینګار او علیشنګ ولسوالیو کې (۲۵۴۵) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
اړوند موضوعات
د کلیو پراختیا وزارت سمنګان او کندز ولایتونو کې د نیږدې ۴۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه ، (۴.۵۵) کیلو غوړي، (۶.۲۵۰) کیلو دال وویشل او (۳۳) پاکټه د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي وویشل شول.






