د کلیو پراختیا وزارت سمنګان او کندز ولایتونو کې د نیږدې ۴۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

0
256

د کلیو پراختیا وزارت سمنګان او کندز ولایتونو کې د نیږدې ۴۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

17 اګست پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د سمنګان او کندز ولایتي ریاستونو له لورې نیږدې ۴۵۰۰ کورنیو سره مرسته کړی.

 

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د (ASIO) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) مرستې د سمنګان ولایت په دره صوف پائین ولسوالۍ کې د (۲۸۶۱) اړمنو کورنیو لپاره ترسره شوې. په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۴،۵۵) کیلو غوړي، (۶،۲۵) کیلو دال، (۱،۵) کیلو د ماشومانو د خوار ځواکۍ توکي او (۴،۵۵) کیلو سوپر سریال وویشل شول.

 

 

همدا راز د نړيوال خوراکي پروګرام ( WFP) مرستې د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د (۱۵۶۶) اړمنو کورنیو لپاره ترسره شوې.

اړوند موضوعات

د کلیو پراختیا وزارت زابل او کندز ولایتونو کې د نیږدې ۳۷۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۴،۵) کیلو غوړي، (۶،۲۵) کیلو دال نخود او (۱،۵) کیلو د ماشومانو د خوار ځواکۍ توکي وویشل شول.

Leave a reply