د کلیو پراختیا وزارت زابل او کندز ولایتونو کې د نیږدې ۳۷۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

0
182

د کلیو پراختیا وزارت زابل او کندز ولایتونو کې د نیږدې ۳۷۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

15 اګست سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد وزارت کندز او زابل ولایتونو کې د سلګونه کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

خبر زیاتوي چې د ( ASIO) مؤسسې په همکارۍ د نړيوال خوراکي پروګرام (WFP) مرستې د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د (۱۸۸۱) اړمنو کورنیو لپاره ترسره شوې.

 

په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۴،۵) کیلو غوړي، (۶،۲۵) کیلو دال نخود او (۱،۵) کیلو د ماشومانو د خوار ځواکۍ توکي وویشل شول.

اړوند موضوعات

کلیو پراختیا وزارت ارزګان او هرات ولایتونو کې د نیږدې ۳۲۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

همدا راز د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (ALO) مؤسسې له خوا د زابل ولایت په مرکز کې (۱۷۶۵) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

Leave a reply