کلیو پراختیا وزارت ارزګان او هرات ولایتونو کې د نیږدې ۳۲۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

0
91

کلیو پراختیا وزارت ارزګان او هرات ولایتونو کې د نیږدې ۳۲۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

4 اګست جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د ارزګان او هرات ولایتي ریاستونو د نیږدې ۳۲۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

خبر زیاتوي چې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (SEO) مؤسسې له خوا د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې (۹۶۵) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۵) لیټره غوړي، (۶) کیلو دال او (۳۰) د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي وویشل شول.

همدا راز د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د (HAPA) مؤسسې په تخنیکي مرسته د ارزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کې (۲۱۷۸) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

اړوند موضوعات

کلیو پراختیا وزارت غزني او لوګر ولایتونو کې د نیږدې ۳۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۴،۵۵) لیټره غوړي، (۶،۲۵) کیلو دال، (۴،۵) کیلو سوپرسریال او (۱،۵) کیلو د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي وویشل شول.

Leave a reply