پاسپورټ ریاست وایي نیږدې راتلونکي کې به د سپینو عرایضو له لارې د پاسپورټ د ویش لړۍ پیل شي.
پاسپورټ ریاست وایي نیږدې راتلونکي کې به د سپینو عرایضو له لارې د پاسپورټ د ویش لړۍ پیل شي.
17 اکتوبر سه شنبه 2023
د هیواد د پاسپورټ لوی ریاست له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاسپورټ لوی رئيس مولوی عبدالکریم حسیب په مشرۍ اداري غونډه کې د کارونو د ارزونې تر څنګ هېوادوالو ته د پاسپورټونو په ورکړه کې په لازمو اسانتیاوو خبرې وشوې.
په غونډه کې چې د پاسپورټ ریاست رهبري اود بېلابېلو کاري څانګو مسوولینو ګډون درلود، د تېرې ناستې د پرېکړو په تعقیب، د شته پرمختګونو، ستونزو ته د رسېدنې او د انلاین فورمونو تر څنګ د سپینو عرایضو« افلاین» په پېلېدو هم خبرې اترې وشوې.
د پاسپورټ رئیس مولوی عبدالکریم حسیب د اړوند څانګو د مسوولینو د تېرې اوونې د راپورنو له اورېدو وروسته هېوادوالو ته د پاسپورټونو په ورکړه کې په غوره چلند، لازمو اسانتیاوو او راتلونکو پلانونو په تطبیق ټینګار وشو.
اړوند موضوعات
د افغانستان بانک خپله نوې نماینده ګي د پاسپورټ ریاست پۀ دننه کې فعاله کړه
دغه راز په ورستیو کې د بېلابېلو څانګو مسوولینو هم د پاسپورټ په راون بهیر کې د نويو رامنځته کېدونکو فرصتونو په تړاو خپل نظرونه شریک کړل.