افغانستان لپاره د ترکیې هیواد نوي سفیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر سره لیدلي.

0
113

افغانستان لپاره د ترکیې هیواد نوي سفیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر سره لیدلي.

16 اکتوبر دوشنبه 2023

د کډوالو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد نوي سفیر ښاغلي جنګ اونال د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ولیدل.

 

په پیل کې ښاغلي اونال په هرات ولایت کې د زلزلې له امله په اووښتو زیانونو خواشیني څرګنده کړه، د مهاجرینو چارو وزیر ته يې د تسلیت مراتب وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ، چې زمونږ د بیړنیو مرستو ټیمونه پروخت سیمې ته تللي او نږدې وخت کې به د دوی له لورې، نورې مرستې هم افغانستان ته راورسېږي.

 

نوموړي زیاته کړه، ترکیه او افغانستان له یوبل سره ژورې اړیکې لري، چې هیڅکله به زیانمنې نه شي او دغه هېواد تل د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی.

 

د مهاجرینو چارو وزیر ښاغلي اونال ته د نوې دندې د مبارکۍ ترڅنګ نوموړي ته په چارو کې د بریالیتوب دعا وکړه او زیاته یې کړه، ترکان او افغانان په اسلامي، عقیدوي او تاریخي توګه له یوبل سره ډېر مشترکات لري او دغه مشترکات باید له یوبل سره د ښو اړیکو لامل شي.

اړوند موضوعات

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر کابل کې میشت د پاکستان هیواد له سفیر سره کتلي.

 

 

نوموړي وویل، ترکیه دې د نړیوالو قوانینو مطابق د افغانانو د جبري ویستلو پرځای هغوی ته کار زمینه برابره کړي، ددوی د ښه خدمت په موخه دې د مهاجرینو اتشو ته اجازه ورکړي او کوم افغانان چې په خپله هېواد ته راستنېږي باید د یوه ګډ میکانیزم له لارې راستانه شي.

Leave a reply