د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر کابل کې میشت د پاکستان هیواد له سفیر سره کتلي.

0
106

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر کابل کې میشت د پاکستان هیواد له سفیر سره کتلي.

26 جولاي چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر خليل الرحمن حقانی، په کابل کې د پاکستان له سفير عبيد الرحمن نظاماني سره په خپل کار په دفتر کې ليدنه وکړه.

په دې ليدنه کې په پاکستان کې د مېشتو افغان حاجيانو، پاکستان هېواد ته د بیت الله شریف نه د راغلو افغان حاجيانو د بېرته تګ او د هغو افغانانو پر ستونزو چې د وړو جرمونو او يا د اسنادو د نه لرلوله امله د پاکستان په زندانونو کې بنديان دي خبرې وشوې

 

همدا راز سرپرست وزیر پاکستان هېواد ته د خپل راتلونکي سفر په اړه هم د ښاغلي نظاماني سره خبرې وکړې چې غواړي هغه هېواد ته لاړشي او د افغان مهاجرینو له کمپونو څخه ليدنه وکړي او دهغوی له استازو سره خبرې وکړي او شته ستونزې یې واوري.

 

د مهاجرينو چارو وزير د پاکستان هېواد څخه د افغان مهاجرينو د کوربه توب له امله مننه وکړه او د يادو ستونزو حل او د هغو افغانانو د عاجلو خوشې کولو غوښتنه وکړه چې د کوچنيو جرمونو او يا د اسنادو د نه لرولو له امله نيول شوي دي.

اړوند موضوعات

د کډوالو چارو وزیر په افغانستان کې د مهاجرت نړيوال سازمان له رئیسې سره لیدنه ترسره کړی.

 

د پاکستان سفیر ژمنه وکړه چې له بیت الله شریف څخه راستنېدونکو حاجیانو ته به ویزې ورکوي او افغان بندیان به خوشې کوي.

Leave a reply