له کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه ۵۵۴ تنه انجنیران فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول.
له کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه ۵۵۴ تنه انجنیران فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول.
26 جولاي چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون پنځوسمې دورې محصلینو په فراغت غونډه کې د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اداري مرستیال، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او مشرتابه پلاوي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د کابل پولي تخنینک پوهنتون مشرتابه پلاوي، استادانو، محصلینو او د فارغو شویو محصلینو کورنیو ګډون کړی وو.
په یادو مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي فارغو شویو محصلینو ته په خطاب کې وویل: «دا ستاسو اېماني او وجداني مسؤلیت دی چې د خپل وران او ځورېدلي هېواد د جوړولو لپاره صادقانه کار وکړئ.» نوموړي د دیني ارزښتونو په پام کې نیولو سره د عصري علومو پر زده کړې ټينګار وکړ او محصلین یې نېکمرغه وبلل چې خپلې دې موخې ته ورسېدل.
وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم له فارغ شویو انجنیرانو سره ژمنه وکړه چې د کار زمینه به ورته مساعدوي او ویې ویل چې ریاست الوزراء ۲۵۰۰ نوي بستونه ورته منظور کړي، چې د ازادۍ سیالۍ له لارې به تاسو او ستاسو غوندې نوي فارغین پکې جذب شي.»
نوموړي زیاته کړه: «بهر ته د تلو هڅه مه کوئ، د دښمنانو په تبلیغاتو مه غولېږئ، هلته مو قدر نشته، ستاسو زده کړو ته د زده کړو په سترګه نه ګوري او ستاسو له شان سره سمې دندې نه درکوي.»
د لوړو زده کړو سرپرست یادو محصلینو ته وویل چې په خپل مسلک کې کار وکړي او د خپل ځان، کورنۍ او ټولنې لپاره د خدمت جوګه شي.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت علمي معین وویل هغه محصلین خپلې موخې ته رسېدلي چې له فراغت وروسته په خپل ځان کې مثبت بدلون ویني او د علمیت احساس کوي او سپارښتنه یې ورته وکړه چې په خپل علم له تکبر او غرور څخه ځان وساتي.
اړوند موضوعات
کابل والي د اریانا پوهنتون د طب پوهنځي محصلینو په فراغت غونډه کې ګډون او وینا ترسره کړی.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په برخو کې ۸ پوهنځي لري، چې هر کال په سلګونو انجنیران ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کوي.