د کډوالو چارو وزیر په افغانستان کې د مهاجرت نړيوال سازمان له رئیسې سره لیدنه ترسره کړی.

د کډوالو چارو وزیر په افغانستان کې د مهاجرت نړيوال سازمان له رئیسې سره لیدنه ترسره کړی.
20 جون سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په افغانستان کې د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) له رییسې میرمن ماریا سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړ.
په ناسته کې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د مهاجرینو چارو وزارت او د یادې ادارې د ګډ دفتر د بیا فعالولو او هغو هېوادوالو ته چې د هوا له لارې هېواد ته راستنېږي، د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وشوې.
اړوند موضوعات
د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د غزني اندړو ولسوالۍ قومي مشرانو سره لیدلي.
دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د یاد دفتر د بیا فعالولو لپاره دې جدي او چټک اقدامات وشي.





