په افغانستان کې د جاپان سفیر د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره د خپل ماموریت پایته د رسیدو لیدنه ترسره کړی.

0
269

په افغانستان کې د جاپان سفیر د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره د خپل ماموریت پایته د رسیدو لیدنه ترسره کړی.

16 اکتوبر دوشنبه 2023

د افغان دولت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ په افغانستان کې د جاپان سفير ښاغلي تکاشي اوکادا یاد وزارت سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره د مخه ښې ليدنه وکړه.

 

ښاغلي اوکادا د لیدنې په پیل کي وویل چې په افغانستان کې د ده ماموریت پای ته رسېدلی او اوس به د ده پر ځای ښاغلی تاکویوشي کورمایا په افغانستان کې د جاپان سفیر وي.

 

د چاپان سفير په خپل ماموریت کې د افغانستان د حالاتو اړوند د مثبتو تاثراتو او لاسته‌راوړنو يادونه وکړه او هيله يې څرګنده کړه ځينې پاتې موضوعات د ښه تعامل ته لارې اوار شي.

 

مولوي متقي د جاپان د سفير په ښه توګه ماموریت سر ته رسولو ستاینه وکړه او نوي ځایناستي سفیر ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

 

همدا راز یې د افغانستان او جاپان پر ښو اړيکو رڼا واچوله او په تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې لکه امنیت، له مخدره موادو سره مبارزه او د فساد په خلاف د پرېکنده اقداماتو یادونه وکړه.

 

ورپسې د جاپان نوي سفیر ښاغلي کورمایا د دواړو هېوادونو د ښه تعامل د يادونې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د اړيکو لا پراختيا کې به رغنده رول ولوبوي.

اړوند موضوعات

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران د خراسان رضوي ولایت والي په مشرۍ د راغلي سوداګریز پلاوي سره کتلي.

 

په پای کې د بهرنیو چارو وزیر له افغانانو سره د جاپان خواخوږي وستايله، په دې وروستیو کې له زلزله‌ځپلو سره د مرستو مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې د جاپان نوی سفیر به د افغانستان او جاپان د اړيکو په لا پراختيا کې ښه رول ولوبوي.

Leave a reply