د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران د خراسان رضوي ولایت والي په مشرۍ د راغلي سوداګریز پلاوي سره کتلي.

0
117

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران د خراسان رضوي ولایت والي په مشرۍ د راغلي سوداګریز پلاوي سره کتلي.

16 اکتوبر دوشنبه 2023

د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي تیره ورځ په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د خراسان رضوي ولایت د والي یعقوب علي نظري په مشرۍ اقتصادي او سوداګریز پلاوي سره وکتل.

 

دواړو لوریو د ګاونډي هېوادونو په حیث د یوه بل ترمنځ پر لا زیاتو همکاریو ټينګار وکړ.

 

سرپرست وزیر څرګنده کړه چي افغانستان کي د امنیت او د مخدره توکو د تولید ستونزه حل شوې، د پخوا په پرتله د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو لپاره زمینه مساعده ده.

 

نوموړي د ایران او افغانستان تر منځ په سیاسي او اقتصادي برخو کي د ښې همکارۍ یادونه وکړه او هم یې له نړیوالو سره د افغانستان اسلامي امارت تعامل او اړیکي د پرمختګ په حالت وبللې.

 

په عین وخت کې ښاغلي نظري د هرات ولایت د وروستۍ زلزلې له کبله د مرګ ژوبلې او اوښتي زیانونو په اړه خواخوږي شریکه کړه. هغه د خپل سوداګریز پلاوي سره کابل ته سفر له لاسته راوړنو ډک وباله.

اړوند موضوعات

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یوه تلیفوني مکالمه کې د هرات په زلزله غمشریکي ښودلې او تر څنګ یې د بشري مرستو ژمنه کړی.

ښاغلي یعقوب علي نظري زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو د اړونده وزارتونو ترمنځ د کاري او تخصصي همغږۍ لپاره د ځانګړي ټيمونو رامنځته کول د لا زیاتې همکارۍ او پرمختګ لپاره نوی ګام دی او هیله یې وښوده چې ډيرې لاسته راوړنې به ولري.

Leave a reply