د ریاست الوزرا اداري مرستیال د فاریاب ولایت یو شمېر علماوو او متنفذینو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه کتلي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د فاریاب ولایت یو شمېر علماوو او متنفذینو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه کتلي.
16 اکتوبر دوشنبه 2023
د ریاست الوزراء له عمومي دفتره په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د فاریاب ولایت یو شمېر علماوو او متنفذینو سره وکتل.
په دې کتنه کې، مولوي مخدوم حفیظ الله او حاجي مخدوم محمد افضل د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او په دې ولایت کې یې د ټولنیز او اقتصادي وضعیت او سیمه ییزې حکومتولۍ په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
هغوی په فاریاب ولایت کې د بشپړ امنیت د تامین ډاډ ورکړ او د ژمي فصل رانږدې کېدو او د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د مواصلاتي لارو ستونزو ته په اشارې یې د اسلامي امارت اړوندو مسوولینو څخه وغوښتل چې د مواصلاتي سړکونو د څارنې، ساتنې او ترمیم، په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي کلینیکونو جوړولو او خلکو ته د کارموندنې برخو ته جدي پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل، په هیواد کې د سرتاسري امنیت تامین او د اقتصادي او کارموندنې زمینې برابرول د اسلامي امارت لومړیتوب دی او زیاته یې کړه، په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هغوی د وړاندیزونو په تړاو وویل، اسلامي امارت به د شته امکاناتو په چوکاټ کې په دې برخه کې اقدام وکړي.