ریاست الوزراء اداري مرستیال او مل پلاوي د مصؤن اسنادو د طبع ملي شرکت له تأسیساتو څخه لیدنه ترسره کړی.
ریاست الوزراء اداري مرستیال او مل پلاوي د مصؤن اسنادو د طبع ملي شرکت له تأسیساتو څخه لیدنه ترسره کړی.
10 سپتمبر یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون پلاوي په مشرۍ د مصؤن اسنادو د طبع ملي شرکت تأسیسات له نږدې وکتل.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال پداسې حال کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر، د کورنیو چارو او مالیې وزارتونو معینانو او د استخباراتو او چارو ادارې لویو ریاستونو مرستیالانو یې ملتیا کوله؛ د یاد شرکت ماشینونه، تشکیلات، تر لاس لاندې برنامې، انساني او مالي سرچینې، د سټوډیو ډیزاین او همداراز د اسنادوله چاپ مخکې، د چاپ پر مهال او له چاپ وروسته مرحلې وکتلې.
د دې کتنې پر مهال د ریاست الوزراء اداري مرستیال په خپلو خبرو کې وویل، د افغانستان اسلامي امارت به د مصؤن اسنادو د طبع امارتي شرکت له تأسیساتو څخه په اساسي ګټه اخیستو پر دې قادر کړي چې د ډیپلومونو، سرټیفیکټونو، بانکي چکونو، د موټر چلولو جواز او نورو اړینو اسنادو په څېر مهم اسناد د هیواد دننه چاپ کړي.
اړوند موضوعات
مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، د افغانستان اسلامي امارت مصمم دی چې ذکر شوي شرکت ته په بېلابېلو برخو کې د انکشاف په ورکولو سره افغانستان له دې اړخه پرځان بسیا کړي.