سرحدنو او قومونو وزارت غزني ولایت کې ۱۸ کلنه دوښمني په دوستۍ بدله کړی.

0
77

سرحدنو او قومونو وزارت غزني ولایت کې ۱۸ کلنه دوښمني په دوستۍ بدله کړی.

15 اکتوبر یکشنبه 2023

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د غزني ولایت د مرکز اړوند د زرګرو په کلي کې د کوچیانو د نیازي قوم او هزاروو تر منځ را پېښه شوې شخړه د یوې ناستې په ترڅ کې حل شوه.

 

یاده شخړه ۱۸ مخکې د نیازي قوم څخه د یوه تن د وژل کېدلو له کبله را منځته شوې وه، چې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي محمد اسحاق ادریس په هڅو او د دواړو لوریو څخه د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګرېتوب حل شوه.

 

د دغې شخړې د حل پر مهال ښاغلي ادریس د قومونو له ستړیاوو څخه مننه وکړه او ویې ویل: د اسلامي امارت په راتګ سره د قومونو ترمنځ د اختلافاتو د ختمولو فرصت برابر شوی او موږ د خلکو ترمنځ د نېکو اړیکو د رامنځته کولو او یووالي په برخه کې پوره هڅې کوو.

اړوند موضوعات

سرحدونو او قومونو وزارت کندز ولایت کې د یو شمیر قومونو تر مینځ شخړه حل او په دوستۍ بدله کړې.

 

په پای کې د جرګو او مرکو له دود سره سم د شخړې ښکېل لوري یو بل ته غاړه غړۍ شول.

Leave a reply