سرحدونو او قومونو وزارت کندز ولایت کې د یو شمیر قومونو تر مینځ شخړه حل او په دوستۍ بدله کړې.

سرحدونو او قومونو وزارت کندز ولایت کې د یو شمیر قومونو تر مینځ شخړه حل او په دوستۍ بدله کړې.
25 سپتمبر دوشنبه 2023
د هیواد د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کندز ولایت امام صاحب ولسوالي بیشکپه افغانیه په سېمه کې د یو شمیر قومونو ترمنځ د ارباب ټاکلو په سر د کلونو لانجه او شخړه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او نورو اړونده ادارو لخوا حل او فصل شوه او پرېکړه یې په علني ډول د یوې غوندې په ترڅ کې اعلان کړه.
یاده غونډه چې د کندز ولایت امام صاحب ولسوالي بیشکپه افغانیه په سېمه کې جوړه شوې وه د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي احسان الله ثاقب سربیره، د دولتي ادارو مسؤلین، دیني عالمانو او د بېلابېلو قومونو مشرانو په کې ګډون کړی وو.
لومړى د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریئس مولوي احسان الله ثاقب په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا وکړه ویې ویل دښمنان زمونږ بې اتفاقۍ ته لمن وهي خو زموږ قومونو ته الله جل جلا له استعداد ورکړی چې هر ډول لوی لوی مسایل په جرګو او مرکو حل کړي تر څو وکولاي شي په خپله ټولنه کې نظم او سولئيز ژوند ته زمينه برابره کړي چې موږ يې اوس هم شاهدان يو او شکريه يې اداکوو.
اړوند موضوعات
سرحدونو او قومونو وزارت سرپل ولایت کې د ولس سره د همغږۍ او ستونزو اوریدلو ستره غونډه ترسره کړی.
له يادو ويناوو وروسته په شخړه کې ښکېل قومونو مشرانو د ولایتي ادارو او په ځانګړي ډول د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له رئیس ښاغلي ثاقب څخه مننه وکړه چې د دوی لپاره یې دا لویه شخړه حل کړه.