سرحدونو او قومونو وزارت سرپل ولایت کې د ولس سره د همغږۍ او ستونزو اوریدلو ستره غونډه ترسره کړی.

0
79

سرحدونو او قومونو وزارت سرپل ولایت کې د ولس سره د همغږۍ او ستونزو اوریدلو ستره غونډه ترسره کړی.

14 سپتمبر پنجشنبه 2023

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت له لورې د جرګو او قبایلي چارو د هغمږۍ معین ملا عبدالخالق عابد د یوه پلاوي په مشرۍ په سرپل ولایت کې له قومي مشرانو، علماء کرامو او ځوانانو سره د همغږۍ غونډه جوړه کړه.

 

په دې غونډه کې دینې عالمانو او قومي مشرانو د قومونو تر منځ پر یووالي خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې اوس پښتون، تاجک، هزاره ترکمن او نور قومونه د وروڼو په څېر ژوند کوي او د تفرقې مخه نیول شوې ده. دوی امنیت د الله تعالی یو لوی نعمت وباله.

 

 

د وزارت د جرګو او قبایلي چارو رئیس شیخ حضرت ولي حقاني وویل: امریکایان د امکاناتو او ځواک په لحاظ له موږ سره هیڅ د پرتلې وړ نه وو، خو موږ د ایمان او عقېدې په قوت سره مات کړل.

اړوند موضوعات

سرحدونو او قومونو وزارت جوزجان ولایت کې د قومونو سره د یووالي او د هغوی د ستونزو اوریدو غونډه ترسره کړی.

 

 

د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي عابد وویل: اشغالګرو د بشر د حقوقو په نامه دلته د بشریت ټول حقوق تر پښو لاندې کړل، د مخدره موادو کښت، تجارت او قاچاق یې اوج ته ورسول او تر ۴ میلیونه وګړي یې په نشو روږدي راپرېښودل. هغه زیاته کړه: د هیواد په مختلفو برخو کې د بیارغوونې کارونه جریان لري چې د قشقرې د نفتو استخراج یې یوه بیلګه ده.

Leave a reply