ملاخیرالله خیرخواه وایي: لیکوالان او ادب پوهان دې خپل قلم د ټولنې په خیر استعمال کړي.

ملاخیرالله خیرخواه وایي: لیکوالان او ادب پوهان دې خپل قلم د ټولنې په خیر استعمال کړي.
15 اکتوبر یکشنبه 2023
یادې څرګندونې نن یکشنبه د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه د کلتوري او هنري جایزو د وېش غونډې ته په وینا کې وکړې.
ښاغلي خیرخواه وويل: ستاسو لیکوالانو، شاعرانو او ادب پوهانو لیکنې، نثرونه او شعرونه پر ټولنه خصوصاً پر ځوان قشر مثبت اغېز کوي.
خیرخواه زیاته کړه، ۴۴ کاله افغان ملت ته داسې موقع په لاس نه وه ورغلې چې یو مرکزي حکومت دې وجود ولري او یو واحده قومنده دې وي، نو راځئ د موقع څخه په استفاده خپل هڅاند استعدادونه په کار واچوو او د قلم په ژبه پیاوړی خدمت وکړو.
اړوند موضوعات
د اسلامي امارت چارواکو د بشري حقونو څخه د سرغړونې ادعا رد کړه
ددې ترڅنګ نوموړي وویل: د خپلو نوي نسلونو ذهنونه او مفکورې لومړی د اسلام او بیا د وطن ابادولو ته راوګرځوو، په دې سره به مو خپل وحدت او ارتقاء ژوندۍ ساتلې وي.




