د اسلامي امارت چارواکو د بشري حقونو څخه د سرغړونې ادعا رد کړه

0
75

د اسلامي امارت چارواکو د بشري حقونو څخه د سرغړونې ادعا رد کړه

د سرپرست حکومت یو شمېر چارواکو په بدخشان ولایت کې په یوه عامه غونډه کې وویل چې ځینو هېوادونو په هېواد کې د خپل شتون په ترڅ کې څو ځلې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د دوی په وینا د نړۍ هېوادونه پر اسلامي امارت د بشري حقونو په نقضولو تورنوي، کوم چې همدې هېوادونو په تېرو شلو کلونو کې کړي دي.

 

(2023 / 9 / 7   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور  

د سرپرست حکومت یو شمېر چارواکو په بدخشان ولایت کې په یوه عامه غونډه کې وویل چې ځینو هېوادونو په هېواد کې د خپل شتون په ترڅ کې څو ځلې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د دوی په وینا د نړۍ هېوادونه پر اسلامي امارت د بشري حقونو په نقضولو تورنوي، کوم چې همدې هېوادونو په تېرو شلو کلونو کې کړي دي.

د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت په دې غونډه کې وویل: «دلته بمونه کارول شوي، هیچا ونه ویل چې بشري حقونه شته. پرمختللې وسلې یې دړې وړې کړې وې، په افغانستان کې راوړل شوې او ازمویل شوې، هیچا ونه ویل چې دا بشري حق دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وویل: که د لویدیځ له خوا ټاکل شوي کسان راشي، ایا ټول به پکې شامل وي؟ دوی غواړي چې موږ سره توپیر ولرو، خدای مه کړه، بیا به دوی خوشحاله وي.”

اړوند موضوعات:

د افغانستان لپاره د م،م د بشري حقونو راپورټر د بیان له ازادۍ انکار د بشري حقونو نقض بللی دی   

له بلې خوا د دغې غونډې یو شمیر ګډونوالو د اسلامي امارت له مسوولینو وغوښتل چې د نجونو لپاره دې ښوونځي او پوهنتونونه بیا پرانستل شي او هم دې ورته د کار زمینه برابره شي.

Leave a reply