ننګرهار رسنیو دفتر وایي: یاد ولایت کې سږکال د پنبې حاصل نیږدې ۵زره ټنه اټکل شوی.

0
210

ننګرهار رسنیو دفتر وایي: یاد ولایت کې سږکال د پنبې حاصل نیږدې ۵زره ټنه اټکل شوی.

15 اکتوبر یکشنبه 2023

د افغانستان د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد ولایت د کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد وايي، سږکال په دې ولایت کې د پنبې حاصل ۴۷۶۲ ټنه اټکل شوی، چې د تېر کال په پرتله يې حاصل کې څو چنده زیاتوالی راغلی.

 

د معلوماتو له مخې د دې ولایت حصارک ولسوالۍ پرته د ۲۱ ولسوالیو په ۲۸۹۵ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې.

اړوند موضوعات

 بلخ د پنبې کارخانه وايي چې سږ کال د غوړوی او پنبې تولیدات دوه برابره کوي

 

د يادونې ده چې تېر کال په ۱۰۶۳ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې وه، چې ۱۷۸۲ ټنه حاصل يې ورکړی و.

Leave a reply