امنیتي پولیسو د نشه یي توکو د پلور په تړاو یو شمیر کسان نیولي او ۳۵ جریبه د چرسو بوټي یي تخریب کړي.
امنیتي پولیسو د نشه یي توکو د پلور په تړاو یو شمیر کسان نیولي او ۳۵ جریبه د چرسو بوټي یي تخریب کړي.
15 اکتوبر یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو په کابل ښار کې د څو جلا عملیاتو پرمهال ۲۱ تنه د یادو توکو خرڅلاو په تړاو نیولي دي.
په ورته وخت کې، د نشه یي توکو خرڅلاو په تړاو اووه تنه په تېره اونۍ کې په خوست، یو تن په بغلان او په هرات کې د نشه یي توکو یوه کارخونه، چې ۸۰۰ کیلو ومان هم پکې وو، ترلاسه او وسوځول شوه.
اړوند موضوعات
امنیتي پولیسو د نشه یي توکو د پلور په تړاو ۳۵ تنه نیولي او د شرابو یوه کارخونه یې له منځه وړې.
همدا راز یادو پولیسو څه د پاسه ۲۶ جریبه د چرسو بوټي په بدخشان، اووه جریبه په هلمند، څه دپاسه یو جریب په بغلان او نیم جریب په غزني ولایت کې له منځه وړي دي.