ننګرهار رسنیو دفتر: جلال اباد ښار کې د ۷ ميليونه او سل زره افغانيو په مالي لګښت سولري څراغونه لګول کيږي.

ننګرهار رسنیو دفتر: جلال اباد ښار کې د ۷ ميليونه او سل زره افغانيو په مالي لګښت سولري څراغونه لګول کيږي.
14 اکتوبر شنبه 2023
د ننګرهار ولايت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت مرکز جلال اباد ښار لومړۍ او دويمو ناحيو کې د ښاروالۍ ادارې تر چتر لاندې د يو اين هبيتات ادارې په اووه ميليونه او سل زره افغانيو مالي لګښت د سولري برښنا پرمټ د څراغونو لګولو او روښانه کولو چارې پیل شوې.
د معلوماتو له مخې د ۱۰۱ اووه متره برښنايي پایو او ۱۲۶ سولرونو په نصبولو سره به د ښار وچ ډنډ غاړه او لغمان هډې جادې روښانه شي.
اړوند موضوعات
عامې روغتیا وزارت د ننګرهار ولایتي روغتون کې د لابراتوار څانګه تر رغونې وروسته پرانیستلې ده.
خبر زیاتوي چې د يادو چارو په پرانیسته کې د جلال اباد ښاروال عبدالرزاق ضيايي، د يو اين هبيتات ادارې مسئول انتوني لمبا او نورو مسئولينو حضور درلود.






