عامې روغتیا وزارت د ننګرهار ولایتي روغتون کې د لابراتوار څانګه تر رغونې وروسته پرانیستلې ده.
عامې روغتیا وزارت د ننګرهار ولایتي روغتون کې د لابراتوار څانګه تر رغونې وروسته پرانیستلې ده.
13سپتمبر چهارشنبه 2023
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ننګرهار ولایت په بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون کې د توبرکلوز پرمختللی تشخیصیه ماشین (GenExpert) نصب او د لابراتوار څانګه تر رغونې وروسته پرانیستل شوه.
خبر زیاتوي چې د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد رحیم قلندري له لورې د بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون لابراتوار څانګه تر رغونې وروسته پرانیستل شوه.
همدارنګه د توبرکلوز لابراتوار څانګې لپاره د توبرکلوز د تشخیص پرمختللی ماشین جین اکسپرټ (GenExpert) نصب او پرانیستل شو.
اړوند موضوعات
د روغتیا وزارت د خبر پر اساس یاده رغونه او تشخیصیه ماشین د Jhpiego-UHI په ۲۱۰۳۵ امریکایي ډالرو مالي مرسته ترسره شوی.