عامې روغتیا وزارت د ۲۹۶ ميلونه افغانيو په لګښت د مور او ماشوم روغتون پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته سپارلی.

0
159

عامې روغتیا وزارت د ۲۹۶ ميلونه افغانيو په لګښت د مور او ماشوم روغتون پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته سپارلی.

10 سپتمبر یکشنبه 2023

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲۹۶ ميلونه افغانيو په لګښت د مور او ماشوم روغتون پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

 

دغه روغتون د ریاست الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر، مولوي نجیب الله حقاني د بیات بنسټ رئیس، ډاکټر احسان الله بیات او د مختلفو ادارو د استازو په شتون کې پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي ددغه روغتون د جوړېدو له امله له ښاغلي بیات څخه مننه او قدردانی وکړ او ویې ویل: دغه ودانۍ د ۲۹۶ مېلیونه افغانۍ په لګښت په څلورو پوړونو کې په اساسي او معیاري ډول سره جوړه شوې ده چې د میندو او ماشومانو درملنه به په کې ترسره شي.

 

ښاغلي حنفي همداراز په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او ویې ویل: اوس د بل هر وخت په پرتله په هېواد کې دننه ټولو افغانانو ته دا زمینه برابره شوې چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او د هېوادوالو د خدمت جوګه و ګرځي.

 

 

له بلې خوا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د دغه روغتون جوړېدل په هېواد کې د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې د کمولو په برخه کې یو اغېزمن ګام وباله او د ښاغلي بیات له دغه اقدام څخه یې مننه او قدردانی وکړ.

 

همدارنګه د عامې روغتیا ښاغلي وزیر، د مور او ماشوم د مړینې د کچې د راټيټولو، معیاري روغتیايي خدماتو ته د ټولو هېوادوالو د لاسرسي، د هېواد په سپینو ساحاتو او ولسوالیو کې د روغتونونو او روغتیايي مراکزو د جوړولو په اړه د افغانستان اسلامي امارت او د عامې روغتیا وزارت د تعهد او ژمنتیا په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

اړوند موضوعات

د عامې روغتیا وزارت نورستان کې د ولایتي ۱۰۰ بستریز روغتون د کتلوي معافیت د ودانۍ پرانیسته ترسره کړه.

 

 

د یادونې وړ ده، چې د مور او ماشوم روغتون ۸۴ بسترونه لري، ۶۰ بسترونه یې د میندو او ۲۴ نور بسترونه یې د ماشومانو لپاره دي، دغه روغتون په عصري طبي وسایلو سمبال دی، چې د بیات بنسټ له لوري په څلورو پوړونو کې د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې روغتون په انګړ کې جوړ شوی چې نن رسمآ پرانیستل شو.

Leave a reply