د عامې روغتیا وزارت نورستان کې د ولایتي ۱۰۰ بستریز روغتون د کتلوي معافیت د ودانۍ پرانیسته ترسره کړه.

د عامې روغتیا وزارت نورستان کې د ولایتي ۱۰۰ بستریز روغتون د کتلوي معافیت د ودانۍ پرانیسته ترسره کړه.

1 سپتمبر جمعه 2023

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده له لوري د نورستان ولایتي ۱۰۰ بستریز روغتون د کتلوي معافیت د ودانۍ او د پنځلسو کورنیو روغتیايي ځالو (FHH) پرانیسته ترسره شوه.

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده د نورستان مرستیال والي، روغتیايي مسئولینو د تطبیق کوونکو موسسئو استازو او روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی وو.

 

مالي او اداري معین، د یادو روغتیايي پروژو پرانیسته په روغتیايي سکتور کې یوه ستره لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل: اسلامي امارت دې برخې ته پوره پاملرنه کړې، هغه سیمې چې په تېر کې له روغتیايي خدماتو محرومې وې، اسلامي امارت ورته معیاري، عادلانه روغتیايي خدمات وړاندې کوي او روغتیايي خدمات به د هېواد فرد، فرد ته رسېږي.

 

همدارنګه د نورستان ولایتي روغتون ته له ۵۰ بسترونو څخه ۱۰۰ بسترونو ته ارتقاء ورکړل شوه چې د دې ولایت د ناروغانو د درملنې په برخه کې به ګټور ثابت شي.

 

همداراز د نورستان ولایت د کتلوي معافیت ودانۍ په عصري او مجهزو وسایلو سمباله ده او د لس ډوله واکسینونو د ساتلو وړتیا لري او د ۱۲،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ پرانیستل شوه.

اړوند موضوعات

عامې روغتیا وزارت د میدان وردګ ولایتي روغتون کې د ارتوپیډي څانګې ساین نيل سېټ SIGN روغتیايي پروژه پرانیستلې.

 

 

او تر څنګ يې په یاد ولایت کې ۱۵ کورنۍ روغتیايي ځالې (FHH) چې اته خونې لري او د مور او ماشوم لپاره به روغتیايي خدمات وړاندې کېږي، پرانیستل شوې او پر لس نورو روغتیايي ځالو عملا کار روان دی چې په نیږدې راتلونکې کې به پرانیستل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载