عامې روغتیا وزارت د میدان وردګ ولایتي روغتون کې د ارتوپیډي څانګې ساین نيل سېټ SIGN روغتیايي پروژه پرانیستلې.
عامې روغتیا وزارت د میدان وردګ ولایتي روغتون کې د ارتوپیډي څانګې ساین نيل سېټ SIGN روغتیايي پروژه پرانیستلې.
27 اګست یکشنبه 2023
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت له لورې د میدان وردګ ولایتي روغتون کې د ارتوپیډي څانګې ساین نيل سېټ SIGN روغتیايي پروژه پرانیستل شوه.
خبر زیاتوي چې په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د عرضه خدماتو معین، مولوي حبیب الله اخندزاده حامد د څلور سوه بستریز روغتون رئیس، د میدان وردګ د عامې روغتیا ریاست مسئولینو او روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی وو.
په افغانستان کې د ساین نيل پروژې مسؤل او د افغان طبي آلې جوړونکي پروفیسور اسماعيل وردګ د دغه پروژې د پرانيستې پر مهال وويل:
تر دې مهاله مو په افغانستان کې ۱۵ زره د ماتو هډوکو ناروغان د عملياتو په وسیله تداوي کړي، دغه پروژه د هېواد په ۲۰ روغتیايي مرکزونو کې فعاليت لري.
ښاغلي وردګ زیاته کړه: افغان طبي آله چې د زنګانه هډوکي په جوړېدو کې مرسته کوي اوس مهال له هېواد نه بهر په هندوستان، پاکستان،امریکا، او فلیپین هېوادونو کې ډاکټران ترې ګټه اخلي.
اړوند موضوعات
عامې روغتیا وزارت د شیخ زاید ملي نیوروساینس روغتون کې د ځینو مهمو څانګو پرانیسته ترسره کړی.
همدارنګه د میدان وردګ ولایت د عامې روغتيا رئیس، ډاکټر محمد زرک زیرک وایي، چې په دغه پروژه کې ټرینینګ شوي ډاکټران به د میدان وردګ ولایت په ټولو ولسواليو کې د ماتو هډوکو ناروغانو درملنه په وړیا ډول تر سره کړي.