عامې روغتیا وزارت د شیخ زاید ملي نیوروساینس روغتون کې د ځینو مهمو څانګو پرانیسته ترسره کړی.

0
199

عامې روغتیا وزارت د شیخ زاید ملي نیوروساینس روغتون کې د ځینو مهمو څانګو پرانیسته ترسره کړی.

21 جولاي جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر، ډاکټر قلندر عباد له لوري د شیخ زاید ملي نیوروساینس روغتون کې د ځینې نوې جوړو شوو او رغول شوو څانګو پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

 

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د پلان او پالیسۍ معین، ډاکټر محمد حسن غیاثي د مقام د دفتر رئیس، مولوي محمد حسن محمدزي د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ډاکټر نېک ولي شاه مؤمن د شیخ زاید ملي نیوروساینس روغتون مسئولینو او روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی وو.

 

د عامې روغتیا وزیر، ډاکټر قلندر عباد د شیخ زاید ملي نیوروساینس روغتون کې د جراحي ICU څانګې، مجهزو عملیات خونو، ریکوري، سي ټي سکن CT SCAN د وینې بانک، مجهز لابراتوار، ډيجیټل اکسرې، التراسونډ، EEG، ایکو، نارینه OPD او ښځینه OPD څانګو پرانیسته او بیا رغول د افغانستان د روغتیايي سکتور په برخه کې معیاري والي او پرمختګ ته له بل هر وخت څخه نېږدې کېدل وګڼل او و یې ویل، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي؛ چې د ناروغانو د درملنې په موخه په کور دننه غوره امکانات او معیاري روغتیايي خدمات برابر کړي.

اړوند موضوعات

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د پکتیکا ولایت د مارزک بشپړ روغتیايي مرکز څخه لیدنه ترسره کړی.

 

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ژمن دی؛ څو ټولو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

Leave a reply