د هوابازۍ وفاقي وزير خواجه سعد رفيق خبردارى ورکړى چې که د پاکستان انټرنيشنل ائيرلائنز (پي آئي اے) بحال نه شو نو دا اداره به په دوه کالو کښې په مکمله توګه تباه شي.

باغي ټي وي رپورټ
د قومي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې خواجه سعد رفيق وويل چې د غلام سرور خان د احمقانه بيان له امله پي آئي اے ته 70 اربه روپۍ زيان اوښتى، په تيرو وختونو کې پي آئي اے کې سياسي بھرتي شوي، 50، 50 کسان په داسې حال کې استخدام شوي چې هيڅ ضرورت نۀ وى، مارشل لا، جمهوري حکومتونو هم د پي آئي اے په اړه بې تفاوتي نه ده غوښتې.
د هوانوردۍ وفاقي وزير وئيلي دي چې برطانيې ته به پروازونه په دريو مياشتو کښې بحال شي، د برطانيې نه پس به اروپا او امريکې ته پروازونه بحال شي۔
خواجه سعد رفیق وویل د اسلام اباد ائیرپورټ د ۱۵ کالو راهسې آؤټ سورس کیږي خو هیڅ ملازم به بې روزګاره نه وي، په نړۍ کې ائیرپورټونه د پرائیویټ آپریټرانو لخوا چلول کیږي، د آؤټ سورس کولو مطلب دا نه دی چې ائیرپورټونه خرڅیږي، رن وے او نیوی گیشن سسټم نه بهر کیږي، د اسلام اباد نه وروسته به د لاهور او کراچۍ د هوايي ډګرونو بار وي.
خواجه سعد رفیق وئيلي دي چې که د پاکستان انټرنېشنل ائيرلائنز (پي آئي اے) بحالې نه شي نو په دوه کالو کې به دا اداره په مکمله توګه تباه شي.






