وزيراعظم شهباز شريف د سپروائزري سيټ اپ په اړه مشاورت لپاره د مسلم ليګ (ن) پنځه کسيزه مذاکراتي کميټي جوړه کړې ده۔

باغي ټي وي رپورټ
دسرچينو ترمخه شهباز شريف دمسلم ليگ(ن) دمشرانو په گډون کميټۍ ته مهمه دنده سپارلې ده.
په کمېټۍ کې ایاز صادق، سعدرفیق، خواجه آصف، احسن اقبال او اسحاق ډار شامل دي. سرچينې وائي کميټۍ به پيپلز پارټۍ، جمعيت علمائي اسلام ف، متحده قومي موومنټ اؤ نورو اتحاديانو سره خبرې اترې کوي.
دسرچينو ترمخه دن ليگ مذاکراتي کميټۍ به د نواز شريف سره نيغ په نيغه رابطه کې وي، کميټۍ پي ټي ايم او اتحادي سره په دوه مهمو مسلو خبرې اترې کوي، اوسنۍ قومي اسمبلۍ به کله منحل کيږي دا مسله تر غور لاندې ده.
سرچينې وائي وزيراعظم ائتلافي گوندونو ته هم د مذاکراتي کميټو جوړولو هدايات کړي دي.
ياده دې وي چې د موجوده اسمبلۍ موده د اګست په 12 مه ختميږي او وزيراعظم شهباز شريف د دورې نه وړاندې د اسمبلۍ منحل کولو اشاره ورکړې ده۔






