د مون سون په دوهمه سپېل کښي د کراچي په علاقو کښي سخت باران شوے دے.

0
163

باغي ټي وي رپورټ

د کراچۍ ښار د نارت کراچۍ، فیډرل بی ایریا په ګډون په یو شمېر سیمو کې باران شوی چې له امله یې پر لویو لارو اوبه جمع شوی دی.

پر لويو لارو د اوبو جمع کېدو له امله په شمالي کراچۍ او شاوخوا سيمو کې د ټرافيکو بهير اغېزمن شوی دی.

د موسمياتو محکمي ترمخه تر ټولو زيات باران نارتھ کراچي کښي 41.6 ملي ميټره، ګلشن معمار کښي 16.2 مليميټر، ګلشن حديد او اورنګي ټاؤن کښي 2 مليميټر باران ريکارډ کړے شوے دے۔

د موسمياتو د چارو کارپوه جواد ميمن وايي، شمالي کراچۍ ته نژدې د وريځو يوه ښکلې منظره ثبت شوې او د ورېځو د څرک په بڼه ليدل کېږي.

هغه وويل، کله چې دوه ورېځې له بېلا بېلو لوريو سره يو ځای کېږي، د هک جوړښت رامنځته کېږي.

Leave a reply