د دفاع وفاقي وزير خواجه اصف وئيلي دي چې دتحريک انصاف دچيئرمين نااهلۍ ته به دسيفر مسله ورسيږي، په هغه باندې به 100 فيصده ارټيکل شپږم لگيدلى شي.

0
120

باغي ټي وي رپورټ

جیو نیوز سره خبرو کې ددفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې د پخواني وزیراعظم د پرنسپل سیکرټري اعظم خان بیان مهم دی او د هغه ملګري هم هغه څه وايي چې مونږ به وایو، د آفیشیل سیکریټس ایکټ له لارې ملي امنیت له خطر سره مخامخ شو.

ياده دي وي چي نن د پخواني وزيراعظم عمران خان پرنسپل سيکرټري اعظم خان د 190 ميليونه پاونډ کيس کښي نيب ته وړاندي شوے دے۔

د سرچينو له مخې اعظم خان پخپل بيان کې د١٩٠ ميليونه پاونډ په اړه دپخواني موجودو اسنادو پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې پيسې څنګه ورکړل شوې.

دسرچينو له مخې اعظم خان تائيد کړې چې د پاکستان په اکاونټ کې د پيسو په دې ټولو کيسونو کې عيني شاهد دى، هغه ډير څه ليدلي دي، عمران خان هم په دې لړ کې هدايات جاري ساتلي دي.

څو ورځې وړاندې اعظم خان د سيفر په اړه د مجسټرېټ په وړاندې خپل بيان ريکارډ کړے وو په کوم کښې چې اعظم خان وئيلي وو چې سيفر يو سوچه سازش وو. اعظم خان وویل چې د کابینې ټول غړي د سیفر په مسله کې ښکیل وو او ټولو خلکو ته ویل شوي وو چې سایفر څنګه کارول کیدی شي، سایفر له حقیقت سره هیڅ تړاو نه لري، سایفر یوازې د سیاسي موخو لپاره کارول شوی، دا له مخکې څخه پلان شوې ډرامه وه.

Leave a reply