کلیو پراختیا وزارت د کابل په ده سبز او ګلدرې ولسوالیو کې د نیږدې ۱۹۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

0
78

کلیو پراختیا وزارت د کابل په ده سبز او ګلدرې ولسوالیو کې د نیږدې ۱۹۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

27 اګست یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د کابل ولایتي ریاست له لورې د یاد ولایت په ګلدره او ده سبز ولسوالیو کې د نیږدې ۱۹۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره شوه.

 

خبر زیاتوي چې د نړیوال خوراکي پروګرام WFP مؤسسې په مالي همکارۍ د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ په ده یحیی کلي کې (١٣١٠) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

 

په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ (۵۰) کیلويي اوړه، یو بوتل (۵) لیټره غوړي، (۶.۲۵) کیلو دال، (۳۰) پاکټه د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي او (٣) پاکټه سوپر سریال وویشل شول.

 

همدا راز د یادې مؤسسې له لورې په ګلدره ولسوالۍ کې هم (٥٤٥) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

اړوند موضوعات

د کلیو پراختیا وزارت جوزجان ولایت کې د نیږدې ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

 

په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ (۵۰) کیلويي اوړه، یو بوتل (۵) لیټره غوړي، (۶.۲۵) کیلو دال، (۳۰) پاکټه د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي او (٣) پاکټه سوپر سریال وویشل شول.

Leave a reply