د کلیو پراختیا وزارت جوزجان ولایت کې د نیږدې ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

د کلیو پراختیا وزارت جوزجان ولایت کې د نیږدې ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
26 اګست شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د جوزجان ولایتي ریاست له لورې ۳زره اړمنو کورنیو سره مرستې ترسره شوې.
له یادې مرستې ۱۴۸۲ کورنیو سره د جوزجان په خانقاه ولسوالۍ کې ترسره شوه، چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۴،۵۵) کیلو غوړي، (۶،۲۵۰) کیلو دال، پلمپي او د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي وویشل شول.
همدا راز د یاد ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې (۱۳۸۶) اړمنو کورنیو سره هم مرسته ترسره شوی چې، په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۴،۵۵) کیلو غوړي، (۶،۲۵۰) کیلو دال، پلمپي او سوپرسریال وویشل شول.
اړوند موضوعات
کلیو پراختیا وزارت لغمان ولایت کې د نیږدې ۱۵۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
خبر زیاتوي چې یاده مرسته د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) مرستې د جوزجان ولایت په خانقاه او دوکوه ولسوالیو کې نیږدې ۳ زره اړمنو کورنیو سره ترسره شوې.






