کلیو پراختیا وزارت لغمان ولایت کې د نیږدې ۱۵۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

کلیو پراختیا وزارت لغمان ولایت کې د نیږدې ۱۵۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
24 اګست پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند لغمان ولایتي ریاست د نیږدې ۱۵۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
خبر زیاتوي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې ، د نړیوال بانک په مالي مرسته، د اکټیډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشیت پروګرام له لوري د لغمان ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې (۳۷) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته د (۱۰۰۰۰) افغانیو معادل (۱۰۰) کیلو اوړه، (۱۶) لیټره غوړي ، (۲۵) کیلو وریجې ، (۸) کیلو لوبیا، (۸) کیلو بوره، (۷) کیلو مالګه، (۱۵) کلچې صابون او (۲) کیلو شین چای وویشل شول.
همدا راز د اکټیډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشیت پروګرام له لوري د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په وطن ګټو ، تور ناو ، ګچیان، قلعه مصطفی، ترنګ ، شمیا او تیلي سایه شوراګانو کې (۹۵) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
اړوند موضوعات
کلیو پراختیا وزارت سرپل او کندهار ولایتونو کې نیږدې ۵۶۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړی.