د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بېلابېلو ولایتونو له علماوو، قومي مخورو او مجاهدینو سره لیدلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بېلابېلو ولایتونو له علماوو، قومي مخورو او مجاهدینو سره لیدلي.
24 اګست پنشنبه 2023
له ارګ څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ د کابل، بغلان، ننګرهار، کاپيسا، لغمان، پروان، کندهار، تخار، سمنګانو، پنجشیر، بامیانو، غزني، کندز، میدان وردګو او بدخشان ولایتونو له یو شمېر علماوو، قومي مخورو او مجاهدینو سره ولیدل.
په دې ناسته کې، یادو علماوو، قومي مشرانو او مجاهدینو په افغانستان کې له څو لسیزو وروسته د اسلامي نظام پر ټېنګښت او راتګ خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسلامي امارت بریا او د اسلامي نظام راتګ د پراخو قربانیو پایله وه چې باید ترې ساتنه وشي.
دغو علماوو او مجاهدینو زیاته کړه، چې د حکومت او ملت د لانږدې کېدو او د همکاریو زیاتیدو په موخه دې هڅې ګړندۍ او ډېرې شي.
دوی همدارنګه په خپلو سیمو کې د یو لړ ستونزو د حل په موخه لیکلي وړاندېزونه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته وسپارل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، یادو علماوو، مخورو او مجاهدینو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې د اشغال پر وړاندې د افغان ملت مبارزه او بریا په هېواد کې د قومونو ترمنځ رښتینی یووالی او اتحاد په ډاګه کړ.
مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه، چې اسلامي امارت ټولوو مجاهدینو ته د قدر په سترګه ګوري ،پخوانیو نسلونو هم د هېواد د آزادۍ لپاره قرباني ورکړې وه او تر اوسه په افغان ملت کې د جهاد روحیه هماغسې ژوندۍ ده.
د هغه په وینا، د افغانستان د ملي ګټو ساتل او اقتصادي پیاوړتیا د اسلامي امارت د پالیسۍ لومړیتوبونه دي او ملت دې ډاډمن اوسي څرنګه چې امنیتي برخه د پام وړ ښه شوې همدارنګه د هېواد
اقتصادي او سیاسي پرمختګ ته هم کار کیږي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هیواد د سادات قوم له مشرانو، مخور او علماؤ سره لیدلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له علماوو، مخورو، سپین ږیرو او مجاهدینو څخه مننه وکړه، چې له حکومت څخه د ملاتړ په موخه هڅې کوي.