د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هیواد د سادات قوم له مشرانو، مخور او علماؤ سره لیدلي.

0
220

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هیواد د سادات قوم له مشرانو، مخور او علماؤ سره لیدلي.

19 اګست شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د سادات قوم له مخورو، علماوو او ځوانانو سره ولیدل.

 

د سادات قوم استازو او علمای کرامو چې له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلي وو، وویل، د دوی او اسلامي امارت تر منځ واټن نشته او د اسلامي نظام د پاېښت لپاره هڅې کوي.

 

یادو مخورو او علماوو زیاته کړه، سادات قوم له حکومت سره اوږه په اوږه د افغانستان رغاولو ته حاضر دی او له هیڅ همکارۍ څخه درېغ نه کوي.

 

هغوی د سادات قوم د انسجام او له دې لارې له اسلامي امارت سره د همکاریو دپراخېدو په موخه یو لړ وړاندېزونه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته وسپارل.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له اسلامي امارت سره د سادات قوم پر ملاتړ خوښي څرګنده کړه او په تېرو دوو لسیزو کې یې د هغوی د قربانیو یادونه وکړه او ویې ویل، ټول افغانان د اسلامي امارت ترچتر لاندې د قدر وړ ځای لري.

 

سیاسي مرستیال زیاته کړه، په تېر شل کلن جهاد کې هر قوم په جهاد کې برخه اخیستې او د اسلامي امارت بریا د افغان ملت ګډ او له ویاړه ډک تارېخ دی.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بلوڅو قوم شورا له رئیس او څو تنو غړو سره لیدلي.

 

نوموړي د سادات قوم مخورو او علماوو ته ډاډ ورکړ، چې د هغوی پر وړاندېزونو به غور وشي او رسیده ګي به ورته وکړي.

Leave a reply