د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بلوڅو قوم شورا له رئیس او څو تنو غړو سره لیدلي.

0
103

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بلوڅو قوم شورا له رئیس او څو تنو غړو سره لیدلي.

17 اګست پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د بلوڅو دشورا له مشر سردار غلام نبي بلوچ او څو تنو غړو سره ولیدل.

 

په دې ناسته کې د بلوڅ قوم د شورا مشرانو وویل، چې له اسلامي امارت څخه د ملاتړ او همکارۍ په موخه بلوڅ قومي مشران سره همغږي شوي او دا ډول هڅو ته به دوام ورکړي.

 

هغوی وویل، د هېواد په ګوټ ګوټ کې بلوڅ مخورو له ځايي مسئوولینو سره په لیدنو کې هغوی ته ډاډ ورکړی، چې په هر ډول شرایطو کې د اسلامي امارت تر شا ولاړ دي.

 

دوی همدارنګه زیاته کړه، د اسلامي امارت له مشرانو سره د خلکو لیدنې د دې لامل شوي چې له حکومت سره د خلکو باور او همکاري زیاته شي.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، بلوڅ مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د ټولو قومونو غږ اوري او غوښتنو ته به یې پوره پام وشي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پکتیا ولایت له یوشمېر علماؤ او قومي مخورو سره لیدلي.

 

مولوي عبدالکبیر وویل، قومي مشران د حکومت او ملت په نږدې کولو کې مهمه ونډه لري او په دې برخه کې د قومي مخورو هڅو ته د احترام په سترګه ګوري.

Leave a reply