د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پکتیا ولایت له یوشمېر علماؤ او قومي مخورو سره لیدلي.

0
143

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پکتیا ولایت له یوشمېر علماؤ او قومي مخورو سره لیدلي.

 

2 اګست چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د پکتیا ولایت له یو شمېر قومي مخورو او علماوو سره ولیدل.

 

په دې ناسته کې چې د پکتیا د روحاني بابا ولسوالۍ سیمه ییزو مسئوولینو هم حضور درلود، په یاده ولسوالۍ کې د خلکو د ژوند پر حالت او د هغو پر غوښتنو خبرې وشوې.
راغلیو مخورو او علماوو وویل، دوی د نورو افغانانو په څېر له اسلامي امارت سره همکار دي او د تلپاتې امنیت په موخه له محلي ادارو سره په اړیکه کې دي.

 

یادو مشرانو او علماوو د روحاني بابا ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د پوهنې، روغتیا او په مخابراتي برخو کې د خدماتو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه او د ستونزو د حل په موخه یې خپل عرایض په لیکلي ډول د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته وسپارل.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، دغو مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، حکومتي ادارې هڅه کوي چې د خلکو ستونزې حل او هغوی ته اساسي پراختیايي چارې ترسره کړي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پکتیکا ولایت ارګون یو شمیر قومي مخورو او علماؤ سره کتلي.

 

مولوي عبدالکبیر وویل، لومړنیو خدماتو ته د خلکو لاسرسی د هغوی حق دی او د روحاني بابا په ولسوالۍ کې د خلکو د ستونزو د حل په موخه به اړونده ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.

Leave a reply