د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پکتیکا ولایت ارګون یو شمیر قومي مخورو او علماؤ سره کتلي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پکتیکا ولایت ارګون یو شمیر قومي مخورو او علماؤ سره کتلي.
30 جولاي یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل.
په دې کتنه کې، یادو علماوو په هیواد کې د اسلامي نظام په ټینګښت د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د خپل ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ هغوی وویل، تېرو دوو کلونو کې پام وړ مثبت بدلونونه راغلي او دغه لړۍ باید دوام ومومي.
دغو قومي مشرانو، په یادې ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو د زیانونو په اړه هم د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، د ارګون سېلاب ځپلو ته لازمه رسیدګي نه ده شوې او د زده کړو، روغتیا او بیارغاونې په برخو کې یې ځینې غوښتنې او وړاندیزونه هم شریک کړل.
مولوي عبدالکبیر یادو مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د وروستیو سېلابونو زیانمنو سره خواشیني څرګنده کړه او زیاته یې کړه، اړوندو ادارو ته یې لارښوونه کړې چې زیانمنو ته عاجله رسیدګي وکړي او په راتلونکې کې د دغه ډول پېښو مخنیوي لپاره د امکاناتو په چوکاټ کې لاس په کار شي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ننګرهار ولایت د شینوارو له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدلي.
مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو پای کې دغو قومي مشرانو او مخورو ته ډاډ ورکړ چې نورو وړاندیزونو ته د رسیدګي لپاره به یې هم اړوندو ادارو ته لازمه لارښوونه وکړي.






