د پاکستان لپاره د برتانیې نوې هائی کمشنر جین میریټ اسلام آباد ته رسېدلې ده.

0
177

باغي ټي وي رپورټ

پاکستان ته په رسېدو د برطانيې هائي کمشنر جين ميريټ وئيلي دي چې هغه په ​​پاکستان کښې د خپلې مقررۍ په اړه ډيره خوشحاله ده، پاکستان د برطانيې لپاره ډير اهميت لري.

د برطانيې هائي کمشنر دا هم وئيلي چې پاکستان د برطانيې سره د اوږدې مودې تعلقات لري او د يو اعشاريه شپږ ميليونو نه زيات پاکستاني پس منظر لرونکي خلک په برطانيه کې ژوند کوي.

ده ووئيل د پاكستان او برطانيې ترمېنځه ځانګړے او تل مخ په ودې تعلقات دي۔

ياده دي وي چي جين ميريټ د کال 2019م ستمبر راهيسي په کينيا کښي د هائي کمشنر په حيث په پاکستان کښي تعیناتي کوله۔

له دې وړاندې کرسچن ټرنر په پاکستان کې د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر له میاشتې راهیسې د برتانیې د هائی کمشنر په توګه دنده ترسره کوله او د خپلې دورې له بشپړیدو وروسته یې استعفا وکړه.

کریسټین ټرنر په لندن کې د بهرنیو، دولت مشترکاتو او پراختیا دفتر کې د جیو پولیټیکل عمومي رییس ټاکل شوی.

Leave a reply