هغه کارن محمد ګلاب چې د بهرنۍ ښځې د راتګ په اړه یې جعلي پوسټ کړی و، ونیول شو.
باغي ټي وي رپورټ
په تېرو څو ورځو کې د خېبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو د بهرنیو مېرمنو د راتګ او د هغوی د ودونو خبرونه مخې ته راغلي دي.
په دې لړ کې د سالارزو د تحصيل اوسيدونکي محمد ګلاب په مسخره کولو سره په سوشل ميډيا د خپل ملګري په اړه جعلي پوسټ کړی چې يوه برتانوۍ ښځه د خپلې مينې د ليدلو لپاره تالي کلي ته راغلې ده.
باجوړ ته د یوې بهرنۍ مېرمنې د راتګ خبر د باجوړ ولسوالۍ اوسېدونکی محمد اسحاق خان سره مینه لري.
وروسته له هغې چې دا پوسټ په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو، پولیس د بهرنۍ نجلۍ د خوندیتوب لپاره د هلک کور ته ورغلل او معلومه شوه چې په دې خبر کې هیڅ حقیقت نشته.
د ضلعي پوليس افسر باجوړ نذير خان د جعلي پوسټ نوټس اخستې د کومي نه پس پوليس د سوشل ميډيا يوزر محمد ګلاب ګرفتار کړے دے او د متعلقه سيکشن لاندي ئي مقدمه درج کړي ده۔
د ډي پي او وینا ده چې په سوشل میډیا جعلي او غلط خبرونه خپرول قانوني جرم دی چې سزا یې په قانون کې واضح ده.
هغه وويل، چې د ټولنيزو رسنيو کاروونکي بايد له داسې کړنو ډډه وکړي او د يو ښه هېوادوال په توګه ځان ثابت کړي، که نه نو له قانوني ستونزو سره به مخ شي.