ترهګر او د پاکستان دښمنان غواړي د چین نایب وزیر اعظم دوره ناکامه کړي

0
257

باغي ټي وي رپورټ

د ضلع باجوړ په مرکز خار کښې په داسې وخت کښې چاودنه شوې ده چې نن د چین وزیر اعظم د پاکستان په دوره راغلې، سیاسی او اقتصادي کارپوهانو دا خبره په ډاګه کړې چې ترهګر او د پاکستان دښمنان نه غواړي چې پاکستان یو باثباته او پرمختللې هیواد جوړ شي.

د چین نایب وزیراعظم به د سی پیک 10 لس کاله بشپړ کیدو په اړه تابیا شوو غونډو کښې ګډون کوي او چنایی شرکتونو ته به د ستاینو ایوارډونه ورکوي.

دا خبره د یادونې ده چې نن په چاودنه کې تر څلویښتو زیات کسان وژل شوي او په وژل شویو کې د جمعیت علمای اسلام د خار تحصیل امیر مولانا ضیاءالله جان او د ناوګي تحصیل جنرل سیکرټري حمیدالله حقاني هم شامل دي.

په چاودنه کې د جیو نیوز کمره مین سمیع الله هم سخت ټپي شوی دی.

د پوليسو ترمخه تر دې مهاله ٣٥ ژوبل کسان د باجوړ تيمرګر روغتون ته رسول شوي دي.

پولیسو او د قانون پلي کوونکو ادارو سیمه کلابنده کړې ده، تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی په ډاګه شوی.

د باجوړ چاودنه ځانمرګی اعلان شوه .

د خیبر پښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل (آی جی) ویلي، د لومړنیو راپورونو له مخې چاودنه ځانمرګی وه، د پېښې له ځایه یې شواهد راټول کړي دي.

د ملاکنډ سیمه ایز پولیس افسر ناصر سیټي هم ویلي، چې د باجوړ چاودنه ځانمرګی ښکاري، په اړه یې پلټنې روانې دي.

مولانا فضل الرحمان کارکنانو ته وئيلي دي چې د جے يو آئي کارکنان دې پرامن پاتې شي۔

Leave a reply