د پاکستان ډيموکرېټک موومنټ (پي ډي اېم) وياند او د جمعيت علما اسلام مرکزي مشر حافظ حمدالله په باجوړ کې د مزدورانو په کنونشن کې د چاودنې په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.

0
172

باغي ټي وي رپورټ

جیو نیوز سره خبرو کې حافظ حمدالله ویلي چې دا جهاد نه، بلکې ترهګري او پر دولت برید دی.

هغه وويل ما هم په باجوړ کې د کارگرانو په کنونشن کې د گډون لپاره ټاکلې وه خو په اخري وخت کې مې د غونډې د ګډون پروګرام لغوه کړو.

هغه وويل د باجوړ په جلسه د بريد فوري پلټنه د رياست ذمه واري ده، د کارکنانو سپېڅلې وينه به د اسلام او ملک ضد قوتونو هضم نه شي. حافظ حمدالله وویل چې دا پر ډیموکراسۍ برید دی نه پر جمعیت علمای اسلام، چې ځواب به یې په راتلونکو ټاکنو کې ورکول کېږي.

ياده دې وي چې د باجوړ په مرکز خار کې د جمعيت علماء اسلام د کارکنانو په کنونشن کې د چاودنې له امله د څلويښتو نه د زياتو کسانو د وژل کېدو پخلی شوی دی او د ټپيانو شمېر تر ١٥٠ زيات دی.

Leave a reply