د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ننګرهار ولایت د شینوارو له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدلي.

0
98

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ننګرهار ولایت د شینوارو له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدلي.

21 جولاي جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د ننګرهار ولایت د شینوارو له یوشمېر قومي مشرانو او مخورو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.

 

په دې لیدنه کې د شینوارو د شپږو ولسوالیو قومي مشرانو اسلامي امارت څخه د خپل ملاتړ او هراړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ وې ویل، د اسلامي نظام د بقا او پایښت لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

 

د شینوارو ولسونو په افغانستان کې د جګړې شعار ورکونکي د بهرنیانو د دسیسو او پلانونو پلي کوونکي یاد کړل زیاته یې کړه، هیچا ته به په افغانستان کې د جګړې او د اسلامي نظام پر وړاندې د بغاوت اجازه ورنکړي.

 

یادو مشرانو او مخورو دغه راز په ننګرهار کې د شینوارو د شپږو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء له کفیل سره شریک کړل.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د شینوارو له ولسونو څخه په مننې وویل، د جهاد په کلونو کې د شینوارو ولسونه د ډېرو سختیو او قربانیو زغموونکي وو؛ هغه، د اشغال ضد جهاد کې د شینوارو ولسونو ونډه وستایله.

 

مولوي عبدالکبیر وویل، له څو لسیزو وروسته په افغانستان کې د جګړې ټغر ټول شوی، سرتاسري امنیت تامین او خلک له اسلامي نظام سره همکار دي.

 

نوموړي زیاته کړه، هغه افغانان چې بهر ته تللي باید د اسلامي نظام پر وړاندې د بهرنیانو د شومو پلانونو ښکار نشي، بلکې هېواد ته دې راستانه او د هېواد په رغولو کې دې همکار شي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خوست او بغلان ولایتونو له یو شمیر علماؤ، مخورو او قومي مشرانو سره کتلي.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې یادو مشرانو او مخورو ته ډاډ ورکړ چې د شینوارو ولسونو د ستونزو د حل لپاره به اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.

Leave a reply