پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د ټولټاکنو او مردم شمارۍ په اړه د مشترکه مفاداتو کونسل (سي سي آئي) پريکړو ته په ۹۰ ورځو کښې دننه د چيلنج کولو اعلان کړی دی.

0
99

باغی ټي وي رپورټ

نېشنل پریس کلب اسلام آباد کښې یوې خبرې غونډې ته په وینا کښې د پي ټي آئي وائس چیئرمېن شاه محمود قریشي اوویل چې د عثمان ډارکي کارخانه بنده شوې چې له وجې یې ۲۵۰۰ کورنۍ بې روزګاره شوې او د عثمان ډار د مور او خویندو سره ناروا سلوک روا دی. د شپې دوه بجې د سړک پر سر د نجونو وهل؟د محسن لغاري ماشوم تښتول شوی او ځورول شوی

هغه وویل چې اوسنی وضعیت د لوبې ډګر دی. کور کميټي په سختو حالاتو کښې کار کوي، تر څو چې د تحريک انصاف چيئرمېن خوشې نه شي، کور کميټي به امانت کښې خيانت نه کوي. ده ووئيل چې د پي ټي آئي د چيئرمېن ځائې هيڅوک نه اخلي، د هغه متبادل نشته، كه چا د پي ټي ائي د چيئرمېن په اړه خام خيالي لرلې نو هغه به لرې شي۔

پخواني خارجه وزير وويل لس ورځې وړاندې د سرشميرنې نوټس جاري شوى ؤ، په ٩٠ ورځو کې دانتخاباتو په اړه اساسي قانون ډير واضح دى اؤ په ٩٠ؤ ورځو کې دانتخاباتو بنديز دى، اوس ويل کيږي چې حلقه بندي کول قانوني نقطه ده.

هغه اعلان وکړ چې سينيټر علي ظفر به په ٩٠ ورځو کې دننه سپريم کورټ کې دانتخاباتو لپاره عريضه جمع کوي او سلمان اکرم راجا به سپريم کورټ ته دشخصي ګټو دکونسل فيصلې چيلنج کوي.

ده ووئيل د سترې محكمې او بار په موقف كښې ټول سېكټرونه متحد دي، جے يو آئي به په 90 ورځو كښې د انتخاباتو په اړه واضح دريځ اختيار كړي۔

نائب صدر زياته کړه چې دپي ټي ايم حکومت د غفلت له وجې هيواد په آئيني بحران کې اچولى دى، په ٩٠ ورځو کې دانتخاباتو د ځنډولو فيصله داسې ښکاري چې دانتخاباتو وخت تيريږي، که انتخابات په خپل وخت ترسره نه شول نو نور به هم ځنډيږي. .که انتخابات نور هم وځنډول شي نو د سېنېټ انتخابات به متاثره شي ځکه چې د سېنېټ د نيمې برخې انتخابات به په مارچ مياشت کې کېږي.

هغه وویل چې د نوي ولسمشر د ټاکلو په برخه کې به قانوني پیچلتیاوې موجودې وي.

Leave a reply