د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس د افغانستان د درملځیو خدمتونو ټولنې استازو سره لیدلي.

د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس د افغانستان د درملځیو خدمتونو ټولنې استازو سره لیدلي.
24 اګست پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع نن ماسپښین د افغانستان د درملیځو خدمتونو ټولنې له مسوولینو او استازوسره په ارګ کې وکتل.
یاده لیدنه کې د افغانستان د درملیځو خدمتونو ټولنو استازو او مسئولینو په نوبت سره خبرې وکړې او ویې ویل، افغان ولس څو لسیزې د داسې حکومت راتګ ته انتظار کاوه چې د خپل ولس غږ او د ستونزو حل ته لبیک ووایي او لله الحمد چې همداسې نظام راغلی دی.
هغوی د افغانستان د درملیځو خدمتونو ټولنې د جوړښت اوکړنو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د خصوصي سکتور د نظریاتو د اورېدو په اړه خپلې غوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
دغه راز د خوړو او درملو ملي ادارې رئیس ډاکتر عبدالباري عمر له خپله اړخه معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، چې په یاده اداره کې د فساد مخه نیول شوې، کارونه او پروسې اسانه شوي او له اړوندو ټولنو او شرکتونو سره ښه همغږي او همکاري رامنځته شوې ده. نوموړي زیاته کړه، زموږ دروازې د ټولو پرمخ خلاصې دي، د دوی نظریات اورېدل کېږي او د ستونزو د حل لپاره یې هڅې کېږي.
وروسته د ریاست الوزرا د د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، چې د هیواد د بېلابېلو اقشارو او خصوصي سکتور استازو سره په غونډو کې د دوی ستونزې او مشورې اورو، د اړتیا پرمهال یې له مشرانوسره شریکوو او اړوندو ادارو ته یې د حل په موخه راجع کوو.
ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته په خطاب کې وویل ، درمل د انسان د ژوند او روغتیا لپاره اړین او مهم دي، نو باکیفیته او معیاري درمل باید راوارد شي، په عوامو باید د شفقت او ترحم لاس را تېر کړو او کوښښ وکړو چې مسایل په ښه او اساسي توګه حل شي.
اړوند موضوعات
هغه زیاته کړه، موږ هر تاجر دېته هڅولی چې په هیواد کې په لږ ګټه قناعت وکړي، ترڅو هیواد په پښو ودرېږي. د اسلامي امارت مسوولین او خصوصي سکتور، تاجران او پانګوال به زحمت او محنت کوي او زموږ ټولو مسوولیت دی چې په ولس ترحم وکړو.




