کلیو پراختیا وزارت سرپل او کندهار ولایتونو کې نیږدې ۵۶۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړی.

کلیو پراختیا وزارت سرپل او کندهار ولایتونو کې نیږدې ۵۶۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړی.
23 اګست چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د سرپل او کندهار ولایتی ریاستونو له لارې نیږدې ۵۶۰۰ کورنیو سره مرسته کړی.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د ( MAAO) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) مرستې د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په بیلابیلو کلیو کې د (۴۰۷۴) اړمنو کورنیو لپاره ترسره شوې.
په یادو خوراکي توکو کې (۵۰) کیلو اوړه، (۵) کیلو غوړي، (۳) کیلو پلمپي، (۴،۵) کیلو سیریلاک او (۶،۲۵۰) کیلو دالنخود شامل دي چې د تطبیق کوونکې مؤسسې له خوا د اړمنو کورنیو د سروې او پیژندنې وروسته وویشل شول.
همدا راز کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې (۱۴۸۶) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
اړوند موضوعات
کلیو پراختیا وزارت زابل او لغمان ولایتونو کې د نیږدې ۳۲۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه ، (۵) لیټره غوړي ، (۶) کیلو دال او (۳۰) پاکټه د ماشومانو لپاره د خوارځواکۍ توکي وویشل شول.






